د افغان ښځو او نجونو پر بشري حقونو باندې د محدودیتونو د زیاتوالي په اړه ګډه اعلامیه
د استرالیا، کاناډا، ډنمارک، فنلند، جرمني، ایټالیا، جاپان، سویلي کوریا، هالند، نیوزیلند، ناروي، اسپانیا، سویدن، انګلستان او د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیرانو ګډه اعلامیه
۲۰۲۲ د می ۱۳ مه
افغان ښځې او نجونې په خپل هیواد کې ستره ونډه لري. د افغانستان د راتلوونکي د جوړولو په موخه د سولې تینګښت، ثبات او اقتصادي پیاوړتیا د هغوی مساویانه ونډې ته اړتیا لري.
موږ په افغانستان کې د نجونو د تعلیم پر وړاندې د محدودیتونو د لګولو پر دوام ژوره اندېښنه لرو، او له طالبانو غواړو ترڅو د تعلیم حق ته درناوی وکړي او د ټولو ښځینه زده کوونکو پر مخ د ښوونځیو د پرانیستلو په اړه خپلې ژمنې عملي کړي.
موږ د طالبانو لخوا د لګول شویو محدودیتونو په اړه چې د افغان ښځو بشري حقونه اغیزمن کوي، ژوره ناهیلي څرګنده وو.
د طالبانو لخوا وروستۍ پریکړه کوم چې ښځې او نجونې باید په عام محضر کې خپل مخ پټ کړي، او یوازې د اړتیا په صورت کې هغه هم له نارینه سره له کوره ووځي، د هغوی نړیوال او نه بیلیدونکي بشري حقونه محدودوي. موږ همدارنګه په دې اړه چې د دغه پریکړې د پلي کیدو په موخه ښایي د هغوی د کورنیو غړې مجازات شي، خپل خواشیني ښکاره کوو.
افغان ښځې باید د خپلو عقیدو پر بنسټ د خپل پوښښ د څرنګوالي په اړه ازادې ووسي، او په ټولنې کې په ازاده توګه د ګرځیدو حق ولري.
نړیواله ټولنه نشي کولی دغه وروستی لارښوود د یوازنۍ پریکړې په توګه په پام کې ونیسي. طالبانو د ښځو او نجونو د بشري حقونو د محدودولو په اړه نور ګامونه هم اخیستي دي.
په دغه ګامونو کې د محرم پرته د سفر کولو، په بشري قوه کې د ونډې او په ښکاره توګه د نظر څرګندونې د محدودولو له لارې تعلیم او کار ته د ښځو د لاسرسی حق او د بیان او سفر کولو ازادۍ شاملیږي.
دغه پریکړې د افغانانو بشري حقونه ته د درناوي او ملاتړ په تړاو د طالبانو د پرله پسې ژمنو سره په ټکر کې دي.
ټول افغانان باید د خپل بشري حقونو له اساسي حقوقو څخه برخمن وي. دغه حقونه نه بیلیدونکي او له سلب څخه خوندې دي، چې د بشري حقونو په نړیوالو قوانینو کې په څرګنده ټوګه بیان شوي او د ملګرو ملتونو له غړو لخوا تایید شوي دي.
موږ له طالبانو غواړو، ترڅو پر خپلو هغو پریکړو له سره کتنه وکړي، کوم چې د انتخاب، تعلیم او کار حق او همدارنګه په ټولنه کې د مساویانه ونډه په تړاو د ښځو او نجونو حقونه محدودوي.
موږ به په دوامداره توګه طالبان د خبرو له مخې نه، بلکې د اعمالو پر بنسټ قضاوت کړو.